معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د نجونو پر کار او تعلیم د خبرو لپاره کابل ته د ملګرو ملتونو د یو پلاوي د راتلو غوښتنه شوې

د نجونو پر کار او تعلیم د خبرو لپاره کابل ته د ملګرو ملتونو د یو پلاوي د راتلو غوښتنه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د افغان ښځو نړیوال فورم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د افغان مېرمنو پر کاري آزادۍ سربېره د نجونو پر تحصیلي او تعلیمي زده کړو بندیز په اړه د خبرو لپاره یو پلاوی کابل ته ولیږي.
د دغه فورم لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوم په یوه استول شوي لیک کې غوښتنه شوې چې د دغه نړیوال سازمان سرمنشي او د امنیت شورا غړي باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه د خبرو_اترو لپاره کابل ته سفر وکړي.
په لیک کې ویل شوي چې ټوله نړۍ افغانستان څاري، دا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چېرته چې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږي.
تر اوسه نه سرپرست افغان حکومت او نه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو نړیوال فورم د دغې لیک په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس