د نجونو پر کار او تعلیم د خبرو لپاره کابل ته د ملګرو ملتونو د یو پلاوی د راتلو غوښتنه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د افغان ښځو نړیوال فورم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتی چې د افغان مېرمنو پر کاری آزادۍ سربېره د نجونو پر تحصیلی او تعلیمی زده کړو بندیز په اړه د خبرو لپاره یو پلاوی کابل ته ولیږی.
د دغه فورم لخوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوم په یوه استول شوی لیک کې غوښتنه شوې چې د دغه نړیوال سازمان سرمنشی او د امنیت شورا غړی باید د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه د خبرو_اترو لپاره کابل ته سفر وکړی.
په لیک کې ویل شوی چې ټوله نړۍ افغانستان څاری، دا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چېرته چې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږی.
تر اوسه نه سرپرست افغان حکومت او نه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو نړیوال فورم د دغې لیک په غبرګون کې څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.