د نجونو په ګډون یوه نهه کسیزه ډله په جلال آباد کې د خلکو نه په دوکه پیسې اخلی

د نجونو په ګډون یوه نهه کسیزه ډله په جلال آباد کې د خلکو نه په دوکه پیسې اخلی
راپور:ذیشان ذهین
د ګهیځ موندنې ښیی چې د جلال آباد په ښار کې شپږ نجونې هغوی ته د لاس ور اچولو یا د هغوی د ځورولو په تور، له کلیو نه ښار ته له راغلو نارینه وو څخه د پولیس په مرسته پیسې شکوی.
ګهیځ د خپلو څېړنو پر مټ موندلې، چې د جلال آباد ښار په یو شمېر هغو برخو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وی، د ورځې په منځنی ډول له دریو تر څلورو ځلو، هغه کسان د دغو شپږو نجونو له خوا په نښه کېږی، چې ښار ته له لرې پرتو کلیو، بانډو او ولسوالیو څخه راغلی وی.
دغه نجونې پر یادو کسانو د پیسو ترلاسه کولو په موخه، تور پورې کوی چې ګواکې دوی ته یې لاس اچولی یا یې په جنسی توګه ځورولې دی.
موندنې همدارنګه په ډاګه کوی چې دا نجونې د دریو نارینه وو پر مټ چې هویت یې معلوم ندی، پر مټ چې د بازار په یاده سیمه کې ګرځی راګرځی دا کار ترسره کوی او له همدې امله تورن کس لدې وېرې چې د یادو نارینه وو له خوا له فزیکی شخړې یا د خلکو په وړاندې بې عزته نشی، حاضرېږی چې په جیب کې شته پیسې یادو نجونو ته ورکړی او ځان له دې لانجې وژغوری.
ګهیځ د خپلو بې درېغه هلو ځلو پر مټ او تر دوه میاشتو څېړنې وروسته د دغو نجونو نومونه ترلاسه کړل او همدا راز یې د یادې کړنې یو قربانی وګړی هم وموند چې نوموړو نجونو ترې په همدې تور پیسې ترلاسه کړی دی.
یاد کس چې د موضوع د حساسیت له امله خپل هویت پټ ساتل غواړی، له دغو نجونو سره د خپل مخامخ کېدو کیسه له ګهیځ سره خبرو کې داسې شریکه کړه: “زه جلال آباد ښار ته د سودا اخیستو لپاره راغلی وم، څلور زره افغانۍ راسره وې. لوڼو مې را څخه ځینې ښځینه شیان غوښتی وو، د بنګړیوالانو کوڅې ته پسې لاړم.”
نوموړی زیاتوی: “ګڼه ګوڼه لږه زیاته وه، یو دم د یوې نجلۍ له خوا چې چادری یې هم اغوستې وه، له کیڼ لاس څخه ونیول شوم. بیا یې زما لاس ته ټک راکړ او بد رد ویل یې شروع کړل، په همدې شېبه کې دستی یو نارینه چې خوا کې مې ولاړ و، تر مټ ونیولم.”
د نجونو له فساد او درغلۍ نه متأثره شوی دغه کس وایی چې نوموړی سړی غلی غوندې د بازار یوې غاړې ته بوتلو او په داسې حال کې چې دی له حیرانتیا لا نه و وتلی پرې غږ یې وکړ چې له تور سرو سره دې څه کار دی؟ ولې دې لاس ور اچولو؟
زیانمن کس زیاتوی چې: “قرآنونه او قسمونه مې ورته وکړل، خو دې کس راسره هېڅ هم نه منل، ددې سړی شله توب بېخی زه پر خپل ځان شکمن کړم، ځان سره مې ویل چې هسې نه لاس مې غلطۍ کې پر دغې نجلۍ لګېدلی وی، نجلۍساعت په ساعت نارامه کېدله او غږ یې ورو ،ورو پورته کېده.”
نوموړی وایی چې پدې وخت کې دوه تنه نور نارینه هم راغلل، له نجلۍ نه یې د غلې کېدو غوښتنه وکړه خو له ده نه درې واړو په ګډه یوه پوښتنه کوله چې نجلۍ یې ولې ځورولې ده؟
زیانمن کس زیاتوی چې دغه درې واړو نارینه وو د نجلۍ له خوا د لګول شوی تور څخه په داسې بڼه دفاع کوله، چې ګواکې د کورنۍ کومه غړې یې وی.
دی زیاتوی چې: که څه هم زما ټینګار همدا وو چې ما هېڅ ندی کړی، پرېږدئ چې ولاړ شم، خو یوه یې پدې خبره سخت ووېرولم چې اوس به نجلۍ په عام محضر کې چغه ووهی چې دې عمر خوړلی سړی لاس را واچاوه. ”
نوموړی وایی چې دې خبرې ووېرولو او د ځان د خلاصون هڅه یې وکړه خو دغو کسانو ورته وویل چې تر څو نجلۍ ته یو څو روپۍ ورنکړې ځان نشی ژغورلای.
زیانمن کس وایی: “له ډېرو زاریو او ټینګار وروسته مې د درې زره افغانیو په ورکړې ځان ورنه خلاص کړ او له هغه ځایه ډېر چابک راووتم او پرته لدې چې کور ته سودا یوسم، تش لاس لاړم.”
نوموړی زیاتوی چې کور ته به بېرته رسېدو یې اولادونو او مېرمنې دده د خفګان او د سودا نه راوړلو په اړه پوښتنه کوله خو ده یوازې دا ځواب درلود چې پیسې یې له جیب نه چا اېستلې دی.
دی زیاتوی چې: “اوس مې ځان سره پرېکړه کړې چې که هر څومره هم زما اړتیا شی، بیا ځل به پر هغې لار لاړ نشم. ”
بل خوا ته د ګهیځ موندنې ښیی چې د دغو نجونو د کړنو تر شاه درې تنه نارینه چې د یادو نجونو خپلوان هم دی، نېغ په نېغه ښکېل دی. په جلال آباد کې یوې باوری سرچینې ګهیځ ته وویل چې دغه ډله د خپلو دغه جرمی کړنو پر وړاندې د ستونزو را ولاړېدو په صورت اکثره وخت ځایی پولیس هم د څو روپیو د ورکړې په بدل کې له ځان سره ښکېلوی، خو امنیتی مسؤولین بیا دغه خبره نه منی.
دغه نجونې چې موږ ته یې یوې باوری سرچینې نومونه ” قایله، اسماء، لطیفه، حسنا، کاینات او بسیمه” ښودلی، د درې تنو نارینه وو ” ګل داد، زمری او سرتور” په ملتیا د فساد او جعل کارۍ دغه چارې پر مخ بیایی.
دغه نهه کسیزه ډله په ګروپی بڼه د جلال آباد ښار زرګرۍ کوڅې، بنګړیوالانو کوڅې، د صرافۍ مارکېټ او د جلال آباد ښار په یو شمېر نورو تنګو لارو او کوڅو کې له اطرافو راغلی کسان په نښه کوی او بیا ترې پیسې ترلاسه کوی.
موږ ډېره هڅه وکړه چې د دغو نجونو له ډلې کومې یوې سره د دوی د کړنو په تړاو مرکه وکړو، خو تر ډېرو هڅو وروسته سره لدې چې د هویت پټ ساتلو ژمنه هم ورسره وشوه، خو بیا هم خبرو کولو ته چمتو نه شوې.
د جلال آباد ښار د ګڼې ،ګوڼې ډکو دغو سیمو څو دوکاندارانو هم له ګهیځ سره خبرو کې ومنله چې په اونۍ کې څو وار د همدې لاس اچولو په ادعا د ځینو نارینه وو سره د څو تنو نجونو لوړ غږ پورته کېږی، خو د دوی په خبره بېرته ډېر ژر دا غږ غلی کېږی، همدارنګه د یوې بلې سرچینې په خبره اکثره وخت داسې کسان په همدې تور د ولسی خلکو تر سوک، څپېړې لاندې هم راشی، پداسې حال کې چې ددې ډول کړنې ګومان نه کېږی.
د ننګرهار ولایتی ادارې که څه هم ددې ډول پېښو څخه ناخبری وښوده خو ټینګار یې وکړ چې د یادو کړنو د مخنیوی لپاره به له خپلو امنیتی مسؤولینو څخه، د جدی پاملرنې سپارښتنه وکړی.
د ننګرهار د والی ویاند عطاءالله خوګیاڼی له ګهیځ سره په خبرو کې یادونه وکړه چې پولیس د اصلاح او تنظیم راوستو لپاره کار کوی.
د جعل کارۍ او خلکو نه د دوکې په زور د پیسو اخیستو دغه نهه کسیزه ډلې په اړه خوګیاڼی وایی، چې د دغه ډول کړنو د مخنیوی لپاره د ولایتی ادارې په کچه د یوه کمېسیون د رامنځته کېدو خبره هم وکړه، څو یاده قضیه کې ښکېل اصلی کسان پیدا او قضایی ارګانونو ته یې وروپېژنی.
تر دې وړاندې ګهیځ د سوالګرو مېرمنو تر شاه پر ترسره کېدونکې بد اخلاقۍ هم څېړنه کړې وه، چې د راپور تر خپرېدو وروسته د یوه سرتاسری کمپاین په ترڅ کې ډېری هغه سینګار شوې سوالګرې نجونې له ښار ټولې شوې چې د بد اخلاقۍ د چارو د ترسره کېدو ګمان پرې کېده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.