د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست رسنیو ته د فعالیت په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له لوری د ریاست په تالار کې د یوې غونډې پرمهال د مطبوعاتو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
په دغه ناسته کې چې د ژونالېستانو د اتحادیو په ګډون د رسنیو کارکوونکو، مطبوعاتی مسوولینو او د رسنیو استازو ګډون درلود، رسنوالو پۀ کې د اطلاعات او کلتور ریاست له ملاتړ او دوامدارې همکارۍ مننه وکړه.
د دوی په وینا د دغې همغږۍ او همکارۍ له امله ځینې هغه رسنۍ چې د ستونزو له امله تړل شوې وې، بېرته یې ځینو په فعالیت پیل کړی او یو شمېر نور یې د فعالېدو په حال کې دی.
د اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوی صدیق الله قریشی رسنیو او ژورنالېستانو ته خپلو خبرو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او لۀ رسنوالو یې غوښتنه وکړه چې د هېواد ملی منافعو ته په لومړیتوب ورکولو دې خپلې رسنیزې چارې په پوره ډاډ مخته یوسی.
د ننګرهار اطلاعات او کلتور رییس مولوی نور محمد حنیف بیا د رسنیو ټولو کارکوونکو ته چې په ننګرهار کې نشرات او یا د پوښښ لپاره خبریالان لری، ډاډ ورکړ چې دوی ورسره په پوره معنا همکار دی او ملاتړ یې کوی.
د می درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومی اسمبلۍ کې د هغه وړاندیز پر بنسټ چې د ۱۹۹۱ کال د یونسکو د عمومی کنفرانس په ۲۳ غونډه کې تصویب شوی و، د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.