کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې تېره ورځ د دغې قومندانۍ د ترافیکو مدیریت مسوولینو جلال آباد ښار کې له هغو ریکشو څخه په موقت ډول پلېټونه ضبط کړل، چې څو ځلې مخکې یې ورته د باقی داریو د تحویل کولو سپارښتنه کړې وه.
د مسوولینو په خبره یادې ریکشاوې کولی شی، چې د باقی داریو په تحویل کولو سره په قانونی توګه خپل فعالیتونه جلال آباد ښار کې ترسره کړی.
بل لور بیا یو شمېر رکشا چلوونکی د کارونو نشتون له امله شکایت کوی او د ترافیکو مدیریت له مسوولینو غواړی چې دغه برخه کې دې دوی سره له تساهل څخه کار واخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ