معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې زرګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې زرګونه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د خوراکي توکو وېش ترسره شو.
خبر زیاتوي چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د FGA مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ۳ زره ۵۷۷ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش تر سره شو.
د مسوولینو په وینا، دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، یو پاکټ مالګه او شپږ نیم کیلو دال ووېشل شول.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې له بې وزلو کورنیو سره ورته مرستې ترسره شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس