کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د خوراکی توکو وېش ترسره شو.
خبر زیاتوی چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د نړیوال خوراکی پروګرام (WFP) په مالی مرسته او د FGA مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ۳ زره ۵۷۷ اړمنو کورنیو ته د خوراکی توکو وېش تر سره شو.
د مسوولینو په وینا، دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړی، یو پاکټ مالګه او شپږ نیم کیلو دال ووېشل شول.
هېره دې نه وی چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې له بې وزلو کورنیو سره ورته مرستې ترسره شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ