د ننګرهار خلک له ستونزو سره سره ګاونډیو هېوادو ته د مریضانو د تلو لامل د خراب کیفیت درمل ګڼي
راپور : خیبر حیات او وحید زهیر
په ننګرهار کې خلک او روغتیا پالان شکایت کوي چې د خراب کیفیت درلودونکو درملو دوی اړ کړي چې له سختو ستونزو سره سره د درملنې لپاره ګاونډي هېواد پاکستان ته مخه کړي.
ګلاب الدین د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی له لسو کالو راهیسې د ملا تکلیف لري، شل دوسیې یې د بېلابېلو داخلي ډاکټرانو په لاس کې نیولي دي او وايي: “درې کاله خو مې ډاکټران په تکلیف نه پوهېدل، هر ډاکټر ته چې به لاړم، د خپلې تجربې له مخې به یې یو پڼد دوا راکړه، یو میاشت به مې وخوړه مګر هېڅ ګټه به یې نه کوله، بیا به بل مشهور ډاکټر ته لاړم هغه به هم همداسې دوا راته ولیکله او ویل به یې چې دوا دې خلاصه شوه بیا راشه مګر د دوا له ختمېدو وروسته به مې تکلیف هماغسې ؤ او هېڅ بدلون به مې نه و حس کړی، د همدې ډاکټرانو د دواګانو له امله مې معده تباه شوه. اووه کاله کېږي چې ګاونډي هېواد پاکستان ته ځم، هلته مې ډېره ښه تداوي کېږي او تر اوسه یې دوا استعمالوم. شکر صحت مې ورسره ډېر ښه شوی او دوا یې هم په معده بده نه لګیږي.”
د ګلاب الدین په څېر نور ناروغان هم ورته شکایتونه لري او وايي چې دلته ډاکټران د ناروغ خبرو ته سم غوږ نه نیسي، د درملو کیفیت هم خراب دی او ډاکټران ناروغانو ته داسې دواګانې ليکي چې د دوی له درملتون نه غیر بل چېرته نه پیدا کېږي او قیمته یې هم پلوري.
نورمحمد خان چې ځان د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی بولي وايي: ” مور مې د شکرې لوړ فشار، ګردو او مثانې تکلیفونه لرل او دلته تر ډېرې تداوۍ وروسته ځينو ډاکټرانو ځواب کړه چې د مریض ګردو کار پريښی او دا به ډېرې کمې ورځې نوره هم ژوندۍ وي مګر همغه ورځ مو پاسپورټ ورته جوړ او د پاکستان وېزه مو واخیسته، هلته ورپسې لاړو. په رحمان شفاخانه کې مو بستر کړه، څو اونۍ تر جدي مراقبت لاندې وه، د خدای په فضل او د ډاکټرانو په هلو ځلو الله تعالی بېرته ژوند ورکړ. اوس یې د پخوا په پرتله په روغتیا کې ډېر مثبت بدلون راغلی او هیله لرو چې لا نوره به ښه شي.”
په ورته وخت کې د ننګرهار د ډاکټرانو د اتحاديې یو تن غړی، ډاکټر عباس امان د ناروغانو ګیلو ته په ځواب کې وايي: “څومره چې په کار ده، زموږ هېواد هومره امکانات نه لري او په ټوله کې د سواد کچه ټیټه ده. د بېلګې په توګه یو ناروغ ته ډاکټر وايي ستا ناروغي تشخیص شوې د شکر ناروغي لرې، تا ته پنځوس سلنه پرهیز په کار دی، ناروغ پرهیز نه کوي او چې کور ته روان شي، لاره کې بل عام کس ورته ووایي چې د زیتون پاڼې وخوره، ښه کېږې، ډاکټر ته اړتیا نه شته.” د ډاکتر امان په خبره چې دغه ډول ناروغ د عام کس خبرې ته ارزښت ورکوي خو د ډاکټر خبره یې زړه ته نه لويږي.
ډاکټر عباس امان زیاتوي چې ډاکټران به هم ستونزې لري، ناروغانو ته چې څنګه لازمه ده غوږ نه نیسي،له خپل مسلک پرته د نورو مسلکو مربوط ناروغان هم تداوي کوي، بل خوا پر ډاکټرانو د ناروغانو له خوا سفارشونه زیات وي تر څو د دوی ناروغ ژر معاینه شي دا هم خپله یوه ستونزه ده ځکه چې پنځه دقیقو کې د یو مریض سمه تداوي نه شي کېدای. د درملو د کیفیت خرابوالی د مرض په ښه کېدو کې ګټور نه تماميږي او بالآخره دا هر څه د ډاکټر په ناپوهۍ تمام شي.
ډاکتر عباس امان وایي چې د طبي اصولو له مخې کله چې دوا ليکل کېږي، باید په غټو حروفو، واضح الفاظو او د دوا جینریک نوم (د درملو ترکیبي نوم) دې ورسره ولیکل شي خو یو شمېر ډاکتران شته چې یاد اصول نه مراعاتوي.
بل خوا داسې ښکاري چې ډاکټران او مریضان دواړه د درملو له خراب کیفیت څخه رنځ وړي، ناروغان وايي چې د دوی روغتيا ته یې تاوان کړی، ډاکټران بیا وايي چې دې چارې د دوی اعتبار او حیثیت ته ډېر زیان رسولی دی.
خو په ننګرهار ولایت کې د کامران حميدي د دوا شرکت د مشرقي زون منیجر هارون مومند چې له پنځو کلونو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي او درمل له هند او پاکستان څخه واردوي. پدې باور دی چې هېڅوک نه غواړي چې یو داسې تجارت وکړي چې دوی په خپله په کې بدنام شي.
نوموړی وایي څوک چې د دوا په برخه کې ډېره سرمایه ګذاري وکړي او له هند څخه افغانستان ته دوا وارده کړي هغه به هېڅکله دا کار ونه کړي چې غلطه او بې کفیته دوا دې راوړي او خپل نوم دې پرې بد کړي.
نوموړی زیاتوي که بې کیفیته دوا ډېره وچليږي، فقط یوه میاشت به دوام وکړي، وروسته به ډېر ژر له بازاره ووزي.
هارون مومند وايي: “زموږ دوه اساسي ستونزې دي چې یوه یې د لابرتوار کمزوري ده چې دوا نشي تشخیصولی، بله اساسي ستونزه زموږ د ګاونډي هېواد پاکستان سره ده، چې ډېره دوا ترې قاچاقي راځي او د اصلي دواګانو کاپي جوړيږي، بیا د وړو سوداګرو له خوا په بازار کې درملتونونو ته ویشل کېږي.”
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست هم یادې ستونزې مني، د عامې روغتیا مسؤول وايي چې په دې برخه کې باید قانون تطبيق شي او د هغو وړو سوداګرو او لاس پلورونکو مخه دې ونیسي چې په قاچاقي توګه غیر معیاري او کم اصلې دواګانې افغانستان ته راوړي او بیا یې په پټه په درملتونو پلوري.
همدا راز مومند زیاتوي او وایي چې ((دا په داسې حال کې ده چې کله مریض له دواخانې نه کم اصله او بدله دوا واخلي، ویې خوري نو وايي چې دوا کار ونکړ خو که پاکستان ته لاړ شم او همدا دوا واخلم نو نتیجه به یې ښه وي او زه ورسره ښه کېږم.))
د ننګرهار د عامې روغتيا مرستیال ډاکټر محمد شعیب سهاک وايي، په تېرو شلو کلونو کې موږ د روغتیا په برخه کې ډېر کار کړی دی نوموړی وایي: “موږ یوازې د سرطاني ناروغیو له تداوۍ پرته نور د هر ډول ناروغیو د تداوۍ لپاره وړ ډاکټران او طبي امکانات لرو.”
دا چې ولې اوس هم ناروغان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه ورځي په اړه يي عامي روغتیا ریاست مرستیال وايي: د خلکو د عامه پوهاوي کچه ټيټه ده، د قانون تطبیق نشته، په اطرافو کې ټکنیشن، نرس او بل هر چا کلنیک خلاص کړی او له همدې امله د متخصصو ډاکټرانو باور ته زیان رسیدلی دی.
نوموړی د دې ستونزو د حل لپاره وايي چې قانون باید تطبیق او د غیرمسلکي ډاکټرانو مخه دې ونیول شي. همدا راز د درملو د کیفیت او ښې ساتنې لپاره باید پاملرنه ډېره شي، هغه درمل چې له بهرنیو هېوادونو وارديږي، که په لاره کې یې د ناسمو شرایطو له امله کیفیت خرابيږي، د دوا شرکتونه، درملتونونه او ډاکټران یې باید دلته له کارونې ډډه وکړي.
ډاکټر سهاک زیاتوي چې د یادو ټولو ستونزو د حل مسؤولیت یوازې د عامې روغتيا په ریاست پورې اړه نه لري، بلکې ټول خلک باید پدې اړه خپل مسؤولیت درک کړي او له موږسره دې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال نه یوازې له ننګرهار څخه بلکې د ټول افغانستان زرګونه هېوادوال د درملنې لپاره له هېواده بهر نورو هېوادونو ته ځي او له دې لارې افغانان په میلیونونو افغانۍ له هېواده بهر وړي او هلته یې پر درملنې مصرفوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست وايي: موږ د همدې ستونزې د مخنيوي لپاره هر کال پر خپلو پلانونو کار اوتجدید نظر کوو، موږ خپل ولايتي پلان مرکز سره شريکو او د خپلو اړتیاوو او ضرورتونو لست چمتو کوو، د عامي روغتیا وزارت ته یې سپارو او له وزارت څخه په دې برخه کې د لازمو اجراتو غوښتونکي یو.
د روغتیا د برخې متخصصین هم وايي چې دولت باید هغه خصوصي کمپنۍ چې د بهرنیو هېوادونو څخه درمل واردوي تر کلک څار او نظارت لاندې ونیسي، وارد شوي درمل يي وخت په وخت په لابراتوارونو کې معاینه او له هغې وروسته ورته د پلورلو اجازه ورکړي چې ورسره به د دې ستونزو مخه څه ناڅه ونیول شي.
د دوی په وینا تر هغې چې د درملو د غیر قانوني واردونکو مخه ونه نیول شي دا ستونزي به حل نشي.