د ننګرهار خلک له ستونزو سره سره ګاونډیو هېوادو ته د مریضانو د تلو لامل د خراب کیفیت درمل ګڼی

د ننګرهار خلک له ستونزو سره سره ګاونډیو هېوادو ته د مریضانو د تلو لامل د خراب کیفیت درمل ګڼی

راپور : خیبر حیات او وحید زهیر

په ننګرهار کې خلک او روغتیا پالان شکایت کوی چې د خراب کیفیت درلودونکو درملو دوی اړ کړی چې له سختو ستونزو سره سره د درملنې لپاره ګاونډی هېواد پاکستان ته مخه کړی.
ګلاب الدین د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی له لسو کالو راهیسې د ملا تکلیف لری، شل دوسیې یې د بېلابېلو داخلی ډاکټرانو په لاس کې نیولی دی او وایی: “درې کاله خو مې ډاکټران په تکلیف نه پوهېدل، هر ډاکټر ته چې به لاړم، د خپلې تجربې له مخې به یې یو پڼد دوا راکړه، یو میاشت به مې وخوړه مګر هېڅ ګټه به یې نه کوله، بیا به بل مشهور ډاکټر ته لاړم هغه به هم همداسې دوا راته ولیکله او ویل به یې چې دوا دې خلاصه شوه بیا راشه مګر د دوا له ختمېدو وروسته به مې تکلیف هماغسې ؤ او هېڅ بدلون به مې نه و حس کړی، د همدې ډاکټرانو د دواګانو له امله مې معده تباه شوه. اووه کاله کېږی چې ګاونډی هېواد پاکستان ته ځم، هلته مې ډېره ښه تداوی کېږی او تر اوسه یې دوا استعمالوم. شکر صحت مې ورسره ډېر ښه شوی او دوا یې هم په معده بده نه لګیږی.”
د ګلاب الدین په څېر نور ناروغان هم ورته شکایتونه لری او وایی چې دلته ډاکټران د ناروغ خبرو ته سم غوږ نه نیسی، د درملو کیفیت هم خراب دی او ډاکټران ناروغانو ته داسې دواګانې لیکی چې د دوی له درملتون نه غیر بل چېرته نه پیدا کېږی او قیمته یې هم پلوری.
نورمحمد خان چې ځان د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی بولی وایی: ” مور مې د شکرې لوړ فشار، ګردو او مثانې تکلیفونه لرل او دلته تر ډېرې تداوۍ وروسته ځینو ډاکټرانو ځواب کړه چې د مریض ګردو کار پریښی او دا به ډېرې کمې ورځې نوره هم ژوندۍ وی مګر همغه ورځ مو پاسپورټ ورته جوړ او د پاکستان وېزه مو واخیسته، هلته ورپسې لاړو. په رحمان شفاخانه کې مو بستر کړه، څو اونۍ تر جدی مراقبت لاندې وه، د خدای په فضل او د ډاکټرانو په هلو ځلو الله تعالی بېرته ژوند ورکړ. اوس یې د پخوا په پرتله په روغتیا کې ډېر مثبت بدلون راغلی او هیله لرو چې لا نوره به ښه شی.”
په ورته وخت کې د ننګرهار د ډاکټرانو د اتحادیې یو تن غړی، ډاکټر عباس امان د ناروغانو ګیلو ته په ځواب کې وایی: “څومره چې په کار ده، زموږ هېواد هومره امکانات نه لری او په ټوله کې د سواد کچه ټیټه ده. د بېلګې په توګه یو ناروغ ته ډاکټر وایی ستا ناروغی تشخیص شوې د شکر ناروغی لرې، تا ته پنځوس سلنه پرهیز په کار دی، ناروغ پرهیز نه کوی او چې کور ته روان شی، لاره کې بل عام کس ورته ووایی چې د زیتون پاڼې وخوره، ښه کېږې، ډاکټر ته اړتیا نه شته.” د ډاکتر امان په خبره چې دغه ډول ناروغ د عام کس خبرې ته ارزښت ورکوی خو د ډاکټر خبره یې زړه ته نه لویږی.
ډاکټر عباس امان زیاتوی چې ډاکټران به هم ستونزې لری، ناروغانو ته چې څنګه لازمه ده غوږ نه نیسی،له خپل مسلک پرته د نورو مسلکو مربوط ناروغان هم تداوی کوی، بل خوا پر ډاکټرانو د ناروغانو له خوا سفارشونه زیات وی تر څو د دوی ناروغ ژر معاینه شی دا هم خپله یوه ستونزه ده ځکه چې پنځه دقیقو کې د یو مریض سمه تداوی نه شی کېدای. د درملو د کیفیت خرابوالی د مرض په ښه کېدو کې ګټور نه تمامیږی او بالآخره دا هر څه د ډاکټر په ناپوهۍ تمام شی.
ډاکتر عباس امان وایی چې د طبی اصولو له مخې کله چې دوا لیکل کېږی، باید په غټو حروفو، واضح الفاظو او د دوا جینریک نوم (د درملو ترکیبی نوم) دې ورسره ولیکل شی خو یو شمېر ډاکتران شته چې یاد اصول نه مراعاتوی.
بل خوا داسې ښکاری چې ډاکټران او مریضان دواړه د درملو له خراب کیفیت څخه رنځ وړی، ناروغان وایی چې د دوی روغتیا ته یې تاوان کړی، ډاکټران بیا وایی چې دې چارې د دوی اعتبار او حیثیت ته ډېر زیان رسولی دی.
خو په ننګرهار ولایت کې د کامران حمیدی د دوا شرکت د مشرقی زون منیجر هارون مومند چې له پنځو کلونو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوی او درمل له هند او پاکستان څخه واردوی. پدې باور دی چې هېڅوک نه غواړی چې یو داسې تجارت وکړی چې دوی په خپله په کې بدنام شی.
نوموړی وایی څوک چې د دوا په برخه کې ډېره سرمایه ګذاری وکړی او له هند څخه افغانستان ته دوا وارده کړی هغه به هېڅکله دا کار ونه کړی چې غلطه او بې کفیته دوا دې راوړی او خپل نوم دې پرې بد کړی.
نوموړی زیاتوی که بې کیفیته دوا ډېره وچلیږی، فقط یوه میاشت به دوام وکړی، وروسته به ډېر ژر له بازاره ووزی.
هارون مومند وایی: “زموږ دوه اساسی ستونزې دی چې یوه یې د لابرتوار کمزوری ده چې دوا نشی تشخیصولی، بله اساسی ستونزه زموږ د ګاونډی هېواد پاکستان سره ده، چې ډېره دوا ترې قاچاقی راځی او د اصلی دواګانو کاپی جوړیږی، بیا د وړو سوداګرو له خوا په بازار کې درملتونونو ته ویشل کېږی.”
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست هم یادې ستونزې منی، د عامې روغتیا مسؤول وایی چې په دې برخه کې باید قانون تطبیق شی او د هغو وړو سوداګرو او لاس پلورونکو مخه دې ونیسی چې په قاچاقی توګه غیر معیاری او کم اصلې دواګانې افغانستان ته راوړی او بیا یې په پټه په درملتونو پلوری.
همدا راز مومند زیاتوی او وایی چې ((دا په داسې حال کې ده چې کله مریض له دواخانې نه کم اصله او بدله دوا واخلی، ویې خوری نو وایی چې دوا کار ونکړ خو که پاکستان ته لاړ شم او همدا دوا واخلم نو نتیجه به یې ښه وی او زه ورسره ښه کېږم.))
د ننګرهار د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمد شعیب سهاک وایی، په تېرو شلو کلونو کې موږ د روغتیا په برخه کې ډېر کار کړی دی نوموړی وایی: “موږ یوازې د سرطانی ناروغیو له تداوۍ پرته نور د هر ډول ناروغیو د تداوۍ لپاره وړ ډاکټران او طبی امکانات لرو.”
دا چې ولې اوس هم ناروغان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه ورځی په اړه یی عامی روغتیا ریاست مرستیال وایی: د خلکو د عامه پوهاوی کچه ټیټه ده، د قانون تطبیق نشته، په اطرافو کې ټکنیشن، نرس او بل هر چا کلنیک خلاص کړی او له همدې امله د متخصصو ډاکټرانو باور ته زیان رسیدلی دی.
نوموړی د دې ستونزو د حل لپاره وایی چې قانون باید تطبیق او د غیرمسلکی ډاکټرانو مخه دې ونیول شی. همدا راز د درملو د کیفیت او ښې ساتنې لپاره باید پاملرنه ډېره شی، هغه درمل چې له بهرنیو هېوادونو واردیږی، که په لاره کې یې د ناسمو شرایطو له امله کیفیت خرابیږی، د دوا شرکتونه، درملتونونه او ډاکټران یې باید دلته له کارونې ډډه وکړی.
ډاکټر سهاک زیاتوی چې د یادو ټولو ستونزو د حل مسؤولیت یوازې د عامې روغتیا په ریاست پورې اړه نه لری، بلکې ټول خلک باید پدې اړه خپل مسؤولیت درک کړی او له موږسره دې همکاری وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال نه یوازې له ننګرهار څخه بلکې د ټول افغانستان زرګونه هېوادوال د درملنې لپاره له هېواده بهر نورو هېوادونو ته ځی او له دې لارې افغانان په میلیونونو افغانۍ له هېواده بهر وړی او هلته یې پر درملنې مصرفوی.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایی: موږ د همدې ستونزې د مخنیوی لپاره هر کال پر خپلو پلانونو کار اوتجدید نظر کوو، موږ خپل ولایتی پلان مرکز سره شریکو او د خپلو اړتیاوو او ضرورتونو لست چمتو کوو، د عامی روغتیا وزارت ته یې سپارو او له وزارت څخه په دې برخه کې د لازمو اجراتو غوښتونکی یو.
د روغتیا د برخې متخصصین هم وایی چې دولت باید هغه خصوصی کمپنۍ چې د بهرنیو هېوادونو څخه درمل واردوی تر کلک څار او نظارت لاندې ونیسی، وارد شوی درمل یی وخت په وخت په لابراتوارونو کې معاینه او له هغې وروسته ورته د پلورلو اجازه ورکړی چې ورسره به د دې ستونزو مخه څه ناڅه ونیول شی.
د دوی په وینا تر هغې چې د درملو د غیر قانونی واردونکو مخه ونه نیول شی دا ستونزی به حل نشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.