کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار ولایت مرستیال والی مولوی محمد ربانی ناصح د حکمت الله خالد په نوم هغه غازی سره لیدلی، چې شاوخوا لس کاله وړاندې یې شینوارو ولسوالۍ کې ۲۶ کلن خورد ضابط مایکل کیبلیو د چاقو په ګوزارونو لمنځه وړی و او خپله له سیمې ژوندی وتلی و.
دا برید چې لس کاله وړاندې د ۱۳۹۲ لمریز کال د وری میاشتې په ۱۲مه نېټه شوی و، د امریکایی ځواکونو له لوری هم تایید شوی و. پنټاګون په یوې بیانیې کې هغه مهال ویلی وو، چې خورد ضابط کیبل د دښمن برید کې د وراوښتو ټپیونو له امله مړ شوی دی.
حکمت الله خالد وایی، هغه مهال څوارلس کلن او د ښوونځی زده کوونکی و، چې دغه برید یې ترسره کړی و.
د ننګرهار مرستیال والی د یاد غازی د دې اتلولۍ ستاینه او قدردانی وکړ او دا کړنه یې د افغانانو په تاریخ کې ستره مېړانه وبلله.
نوموړی یاد غازی سره نغدی مرسته وکړه او هغه ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
مرستیال والی ویلی، چې حکومت به یې خپلو ټولو هغو غازیانو ته چې په تېر کې یې داسې اتلولۍ ښودلې، ځانګړې پاملرنه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ