د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په هڅو د یونسېف ادارې په مالی ملاتړ او د ډاکار خېریه مؤسسې په همکارۍ د دغه ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ په تور راغه سیمه کې د څښاک پاکو اوبو د رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس په دغو مراسمو کې ویلی، دې پروژې باندې ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په یوه وخت له ۹ سوو ډېرو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروی.
د نوموړی په وینا د پاکو اوبو رسولو دغه شبکه د ۶۰ زره لیتره اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لری، چې د یو منظم سولری سیستم په اساس به د دغې سیمې دریو کلیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروی.
د سیمې اوسېدونکی د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له ترسره شویو کارونو خوښی وښوده او زیاته یې کړه، چې له دې وړاندې اړ وو، څو د څښاک اوبو د راوړلو لپاره په ساعتونو مزل وکړی.
دوی په نورو برخو کې هم دغې سیمې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ورته د ښې پاملرنې ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.