معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې په ۲ زره ۶۰۹ کورنیو باندې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې په ۲ زره ۶۰۹ کورنیو باندې د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي۵ نېټه):
د ننګرهار کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د دغه ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (FGA) مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ۲ زره ۶۰۹ اړمنو کورنیو باندې د څلورم ځل لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.
د خبر له مخې یادو مرستو کې هرې کورنۍ سره (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶) کیلو دال، (۳) پاکټه سوپر سریال، (۳۲) پاکټه د ماشومانو د خوار ځواکۍ د مخنیوي مواد او نیمه کیلو مالګه مرسته شامله وه.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې اړمنو خلکو باندې د خوراکي توکو مرسته وېشل شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس