د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې په ۲ زره ۶۰۹ کورنیو باندې د خوراکی توکو مرسته ووېشل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی۵ نېټه):
د ننګرهار کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د دغه ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکی پروګرام (WFP) په مالی مرسته او د (FGA) مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ۲ زره ۶۰۹ اړمنو کورنیو باندې د څلورم ځل لپاره خوراکی توکی ووېشل شول.
د خبر له مخې یادو مرستو کې هرې کورنۍ سره (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړی، (۶) کیلو دال، (۳) پاکټه سوپر سریال، (۳۲) پاکټه د ماشومانو د خوار ځواکۍ د مخنیوی مواد او نیمه کیلو مالګه مرسته شامله وه.
هېره دې نه وی چې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې اړمنو خلکو باندې د خوراکی توکو مرسته وېشل شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.