کابل- ګهیځ نیوز(د حمل/ وری ۱۰مه نېټه ۱۴۰۲):
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چې د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کشف امریت د جلال اباد د درېیمې امنیتی حوزې، پنځمې امنیتی حوزو او همدارنګه د جلال اباد ښار د بهسودو پله ځنځیری پولیسو په جلال اباد ښار کې ۱۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولی دی.
په یادو کسانو کې ۱۱ تنه د غلا په تور، ۲ تنه د مجروحیت په تور او ۴ تنه د یوه کس د بې عزتۍ په تور نیول شوی دی.
یاد کسان اوسمهال د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې په مدیریت کې تر پوښتنو لاندې دی، چې وروسته به رسماً عدلی او قضایی ارګانونو ته وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ