د ننګرهار په بهسودو کې ښوونکو ته ځانګړې شوې دوه نیم سوه د هستوګنې نمرې غصب شوی

د ننګرهار په بهسودو کې ښوونکو ته ځانګړې شوې دوه نیم سوه د هستوګنې نمرې غصب شوی

راپور : صفی الله نصرت
د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند د بحر آباد په ښارګوټی کې چې ښوونکو ته د هستوګنې پنځه سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه، ۲۵۰ نمرې یې د سیمې د اوسېدونکو له خوا غصب شوې دی او غاصبین له دولت نه غواړی چې ددې په بدل کې دې ښوونکیو ته نوره ځمکه ورکړی.
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بحر آباد په نوم په دغه ښارګوټی کې په ۱۳۹۶ کال کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیریت اړوند ۱۲۱۶ تنو ښوونکو ته ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
سږ کال د ننګرهار د پوهنې ریاست د یوه مکتوب له لارې مستحقو ښوونکو ته د یادو نمرو وېش پیل شو خو اوس نیوکې دا دی چې د دې نمرو له ډلې ۲۵۰ یې د دې سیمې د ځایی اوسېدونکو له لورې غصب شوې دی.
ښوونکی وایی چې د نمرو د وېش په برخه کې عدالت نه دی شوی او آن هغو ښوونکو ته هم نمرې ورکړل شوې چې په شرایطو برابر نه وو.
د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې مدیر وایی چې د یادو نمرو له ډلې ۴۷ نومرې د شهیدانو او معلولینو لپاره ځانکړې شوې دی چې همدا نمرې بیا وروسته د ننګرهار د پوهنې ریاست له خوا د بهسودو د پوهنې مدیریت اړوند ښوونکو ته هم ورکړل شوې دی
د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې مدیر زلمی حلیم پدې اړه وایی: “موږ ته راکړل شوې نمرې د ځایی خلکو لخوا غصب شوې دی او د کوچی په نامه یا نورو نومونو هلته اوسېږی.”
د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې مدیر زیاتوی چې: “دا غصب شوې نمرې تر۲۰۰ زیاتې او په غالب ګومان ۲۵۱ دی چې لدې شمېرې څخه ۴۷ نمرې د جلال آباد د ښاروالۍ د شهیدانو او معلولینو له ښارګوټی سره په ټکر کې دی.”
یو بل ښوونکی صداقت، چې د قلعه جانان خان په لېسه کې د تدریس چارې پر مخ وړی وایی د دوی نمرې د یو شمېر زورواکو له لورې غصب شوې دی.
دغه ښوونکی وایی چې: “استاذان کمزوری خلک دی، زور نلری او استاذانو ته څوک خاصه توجه نه کوی. خو یو ملت که جوړیږی په استاذانو باندې جوړیږی.”
دغه ښوونکی همدارنګه وایی: “په کوم ځای کې چې ښار ګوټی دی هلته هم زورواکان شته، داسې زورواکان شته، چې څوک ورسره ډغره نشې وهلی. هغه استاذان چې زور یې درلود، نو هغوی په شین زور خپلې نومرې تر لاسه کړې.”
د بهسودو پوهنې مدیریت اړوند د غازی امان الله خان ښوونځی ښوونکی اجمل حضرتی په دې اړه چې ولې ښوونکو ته د دوی نمرې نه ورکول کېږی درې اساسی لاملونه په ګوته کوی.
د نوموړی له نظره په دې پروسه کې د ستونزو لاملونه مختلف دی، د بېلګې په توګه د ۱۳۹۶ کال نه راپدېخوا ډېر هغه ښوونکی تبدیل شول چې په نوم یې فورمې ډکې شوې وې، دویم علت دا دی، چې د غصب خبره کېږی، خو تر اوسه تثبیت شوې نده، چې څومره ځمکه غصب شوې ده. او درېیمه خبره پکې دا ده چې پاتې څو بلاکونه تر اوسه چونه اندازی شوی ندی.
بل اړخ ته هغه ځایی خلک چې ښوونکی یی غاصبین بولی وایی چې دوی ځمکې ندی غصب کړې او له پلار نیکه په دې سیمه کې اوسېدلې دی، له دې دولتی ځمکو یې ساتنه کړې او هېچاته یې اجازه نه ده ورکړې، چې دا ځمکې وپلوری.
د دوی په خبره، دا چې اوس دا ځمکې حکومت ښوونکو ته ورکوی، نو دوی ته دې نوره ځمکه ورکړی.
حمیدالله کټه خېل، د بحرآباد وکیل ګذر په دې اړه وایی: “مونږ نه زورواکی یو، نه زورور یو، زورور الله دی، خو حکومت ته دا وایو چې مونږ ته هم یوه یوه نمره په کې راکړی مونږ د دې پروژې مخنیوی نه کوو، خو زمونږ ولس دغه غوښتنه لری.
ځایی اوسېدونکی عبدالباقی بیا په دې اړه وایی: “زمونږه دوه درې زره جریبه ځمکه سیند وړې او مونږ ته په بدل کې څه ندی راکړل شوی، مونږ کوم ځای ته لاړ شو، مونږ چې دا دښته ساتلې مونږ د سر په بدل کې ساتلې ده.”
ملک اسماعیل ددی سیمې بل ځایی اوسېدونکی وایی: ” مونږه د حکومت مخالفت نه کوو، نه د دې پروژې مخالفت کوو خو خیر دی مونږ سره دې هم ګوزاره وکړی لږ دې شاته شی او مونږ ته دې لږ ځای پرېږدی.”
د ځایی خلکو په وینا، چې د یادې موضوع په اړه ولایت مقام ته په څوـ څو ځلو عارض شوی او غواړی چې د ننګرهار له والی سره په دې موضوع خبرې وکړی، خو تر اوسه پورې ورته مثبت ځواب ندی ورکړل شوی.
خو د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوګیاڼی بیا وایی، هغه سیمې چې خلکو نیولې اسنادونه به یې کتل کېږی او په اړه به یی قانونی اجرات کېږی او هغه سیمې چې خلک په کې میشت دی او د ښارګوټی اړوند وی، د هغې اسنادو په کتلو سره به په هغه اړه اقدام تر سره کېږی. که چېرته څوک قانونی اسناد ونه لری، نو طبیعی ده چې ځمکه د دوی نه ده.
نوموړی د شهیدانو او معلولینو او معلمینو د نومرو ترمنځ ټکر ته په اشارې سره وایی چې دا چاره د یوه طرزالعمل له مخې حل کېږی چې د ښار جوړونې وزارت لخوا دا ښارګوټی منظوریږی او بیا د ځانګړې کمیسیون له لوری وېشل کېږی.
خو د ګهیځ خبریال داسې اسناد هم موندلی چې د بهسودو پوهنې مدیریت یوې داسې استاذې ته د یوې نمرې ټوکن ورکړی چې د راغلی طرزالعمل له مخې په شرایطو برابره نده خو بل خواته ډېر داسې استاذان شته چې د نمرې د اخیستلو لپاره یې ټول شرایط تکمیل کړی اما لا هم ورته د نمرې ټوکن ندی سپارل شوی.
خو د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې مدیر بیا نه منی چې ګنې دوی دې داسې ښوونکی ته د نمرې ټوکن سپارلی وی چې په شرایطو برابر نه وی.
د غصب ستونزه په ننګرهار کې د دولتی املاکو پر وړاندی یوه ننګونه ده او نیوکه داده چې ولایتی اداره د هغو پراخه دولتی ځمکو په وړاندې ضعیف دریځ لری چې په ننګرهار کې غصب شوې دی چې له امله یی د حکومت له خوا د انکشا ف لپاره چمتو شوی ګڼ پلانونه د نه پلی کېدو له ستونزې سره مخ دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.