د ننګرهار په درې ولسوالیو کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نهو ښوونځیو ترمیمات کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۵ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د دې ولایت په درې ولسوالیو هسکه مېنه، کوټ او اچین کې نهو مکتبونو لپاره د احاطې دېوالونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو برابرول او د تشنابونو رغولو ترڅنګ ګڼ نور ترمیمات ترسره کیږی.
مسوولینو د هسکې مېنې پاپین لېسه کې د دغې پروژې د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره رسماً دغه چارې پیل کړې.
د یادې پروژې مالی لګښت ختیځ زون کې د ماشوم ساتنې ادارې له خوا ورکول کیږی، چې د مسوولینو په وینا بشپړېدلو سره به د دغې سیمې د پوهنې بهیر کې د پام وړ ښه والی راشی.
قومی مشرانو، زده کوونکو او د پوهنې د برخې ځایی مسوولینو له خپلو مسوولو مشرانو او مرسته کوونکې ادارې څخه مننه وکړه، چې د یادې پروژې پیل یې د دوی له سیمې وکړ.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار د پوهنې رییس پخپلو خبرو کې د زده کوونکو ته هم ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت له لوری د ننګرهار پوهنې ریاست ته ۳۹ لکه درسی کتابونه برابر شوی، چې رسېدو سره به یې دغه ولایت کې د کتابونو کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.