د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د یو – یو چک ډیم د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ۲۲ چکډیمونه جوړیږی.

د خبر پر بنسټ، د یادو چک ډیمونو د جوړولو چارې تېره ورځ رسماً له کوټ ولسوالۍ څخه پیل شوې.

د ننګرهار کرنې ریاست مسوولین وایی، د دغو بندونو د جوړېدو لګښت دوی له خپلې داخلی بودیجې څخه ورکوی.

د مسوولینو په وینا د دغو بندونو د جوړولو موخه د بارانی اوبو زېرمه کول دی، چې له یوې خوا به کروندو ته اوبه برابرې شی او له بل پلوه به د ځمکې لاندې اوبو د کمښت مخه ونیول شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.