د ننګرهار په ځینو دولتی ښوونځیو کې له زده کوونکو څخه غیر قانونی پیسی اخیستل کېږی
راپور : صفی الله نصرت او قدرت الله ربانی
د ننګرهار ولایت په دولتی ښوونځیو کې په بېلابېلو بهانو له زده کونکو غیر قانونی پیسې څخه اخیستل کېږی.
د ګهیځ موندنې ښیی چې د جلال آباد ښار په دوو لیسو( تجربوی او غازی امان الله خان لېسو) کې له زده کوونکو څخه د شهادت نامو او کانکور فورمو په نامه، په غیر قانونی توګه له ټاکل شوې اندازې زیاتې پیسې اخیستل شوې دی.
له ګهیځ سره د یادو لیسو زده کوونکو په خبرو کې ویلې چې د دوی د دوولسمو ټولګیو له هر زده کونکی څخه یوازې د شهادت نامو په نامه تر سلو افغانیو او همدارنګه د کانکور فورمونو په نامه تر پنځوسو افغانیو زیاتې اخیستل شوې دی.
د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند غازی امان الله خان لېسې څخه یو فارغ زده کوونکی وایی چې نوموړی په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ننګرهار پوهنې ریاست ته خبر ورکړی ؤ چې په یاده لېسه کې د کانکور فورمو لپاره ترې پنځوس افغانۍ د لېسې سرمعلم زیاتې اخیستې، خو هېڅ کومه نتیجه یې معلومه نشوه.
محمد یونس د غازی امان الله خان لېسې فارغ زده کوونکی وایی چې: “مونږ چې کله ښوونځی کې د کانکور فورمې اخیستلې نو سرمعلم را څخه د څلور سوه افغانیو پر ځای څلورنیم سوه واخیستې، ما د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال ته زنګ وواهه چې زمونږ سرمعلم مونږ څخه پنځوس روپۍ زیاتې اخلی، نوموړی ژمنه وکړه چې مونږ موضوع څارو خو بیا یې هم کومه نتیجه معلومه نشوه، نه هغه پیسې چا بېرته شاګردانو ته ورکړې او نه بل څه وشول.”
د همدې لېسې د روان تعلمی کال د دوولسم ټولګی زده کوونکو څخه بیا هم سږکا ل د تېرو کلونو په څېر زیاتې پیسې اخیستل شوې، نصرت الله د غازی امان الله خان لېسې د دوولسم ټولګی زده کوونکی وایی: “له مونږ څخه د ښوونځی ادارې د کانکور فورمو لپاره څلورنیم سوه افغانۍ اخیستې او قانونی څلور سوه افغانۍ د فورمې قیمت دی، مونږ غریب خلک یو، مونږ ته پنځوس روپۍ هم ډېرې پیسې دی.”
همدارنګه د کانکور فورمونو لپاره د ښار پوهنې مدیریت اړوند د ذکورو تجربوی او استقلال لېسو کې هم د څلور سوه افغانیو پر ځای څلور نیم سوه افغانۍ اخیستل شوې دی.
د ذکورو تجربوی لیسې زده کوونکو له ګهیځ سره په خبرو کې ویلی چې له دوی څخه د شهادت نامو لپاره سل افغانۍ او کانکور فورمونو لپاره پنځوس افغانۍ له ټاکل شوی قیمت څخه زیاتې اخیستل شوې دی.
سید بهیر کمال د تجربوی لیسې د دولسم ټولګی زده کوونکی وایی چې: “د شهادت نامو لپاره مو درې سوه افغانۍ ورکړی او د کانکور فورمې ته مو څلور نیم سوه افغانۍ ورکړې، د کانکور پیسې مدیر واخیستې او د شهادت نامې پیسې د مکتب معاوین واخیستې، او دا یې له ټولو اخیستې دی”
همدارنګه صمیم د تجربوی لیسې د دوولسم ټولګی زده کوونکی وایی:” د شهادت نامو لپاره یې زموږ څخه درې درې سوه افغانۍ واخیستې، سل افغانۍ یې د نتایجو په نامه رانه واخیستې که چا لرلې او که چا نه لرلې، ځینې داسې شاګردان زموږ سره په ټولګی کې وو چې ددې وس یې نه لرلو مونږ ورته په خپلو منځو کې د هغه لپاره پیسې واچولې. زمونږ لپاره دا ډېر دردونکې وه .”
د چکنوریو لیسې فارغ زده کوونکی رحیم ګل پدې اړه وایی: “د کانکور فورم پسې مکتب ته لاړم چې د کانکور لپاره ثبت نام وکړم، چې کله مې فورمه اخیستله د فورمې د پاسه څلور سوه افغانۍ د فورمې قیمت لیکل شوی ؤ، خو له ما څخه سرمعلم څلورنیم سوه افغانۍ واخیستې.”
د یادو لیسو آمرین دا نه منی او وایی چې دوی له زده کوونکو څخه له ټاکل شویو پیسو زیاتې نه دی اخیستې او که له کوم زده کوونکی څخه اخیستل شوې وی، نو کولای شی دوی ته شکایت وکړی.
همدارنګه د یادو زده کوونکو ستونزه مو د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند محمد آصف شینواری سره شریکه کړه، هغه هم دا منې چې په ځینو ښوونځیو کې له ټاکل شوې اندازې څخه زیاتې پیسې اخیستل شوې خو وایی که شواهد ورسره شریک شی، دوی به سرغړونکی مجازات کړی.
ښاغلی شینواری پدې اړه زیاتوی: “کوم قیمت چی ټاکل شوی له دې څخه څوک پورته پیسې نشی اخیستی او دا غیر قانونی کار دی.”
د پوهنې ریاست ویاند وایی چې دوی ته هم دغسې شفاهی معلومات ور رسېدلی دی چې په ځینو مکاتبو کې د شهادت نامو لپاره له دوه سوه شلو څخه تر دوه نیم سوه افغانیو پورې او د کانکور فورمو لپاره تر څلورنیم سوه افغانیو پورې اخیستل شوی دی.
دی زیاتوی چې که مونږ سره دغه مسایل له اسنادو او شواهدو سره شریک شی، مونږ به له سرغړونکو سره قانونی چلند وکړو.
همدارنګه ګهیځ د پوهنې وزارت د هغه مکتوب کاپی موندلې چې هغه کې هم په دولتی ښوونځیو کې د اضافه پیسو اخیستلو خبر ورکړل شوی دا مکتوب په ۱۳۹۸ هـ ش کال د اتمې میاشتې په نهمه نېټه د تعلیمی نظارت عمومی ریاست ته لېږل شوی، په یاد مکتوب کې لیکل شوی چې د تحریراتو عمومی مدیریت څخه مخکې هم د تعلیمی نظارت عمومی ریاست ته سپارښتنه شوې وه چې په دولتی مکاتبو کې له زده کوونکو څخه د شهادت نامې او کانکور کارت لپاره په دې وروستیو کې له ټاکل شوی حد څخه زیاتې پیسې اخیستل کېږی، په یاد مکتوب کې امر شوی ؤ چې سرغړونکی دې معلوم او د قانون منګلو ته دې وسپارل شی خو تر اوسه پورې هم دا ستونزه نده حل شوې.
د یادونې وړ ده چې په هر دولتې ښوونځی کې د دولسمو ټولګیو د یوه ټولګی زده کوونکو شمېر د دېرشو تنو څخه نیولی تر پنځوس او شپېتو کسانو پورې وی، چې له هر یوه څخه د اضافه اخیستل شوو پیسو محاسبه وشی نو ښکاره به شی چې په لکونه افغانۍ له زده کوونکو څخه په غیر قانونی ډول اخیستل کېږی.
گهیځ