کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ له لوری ننګرهار پوهنتون په کوربتوب د اقلیم بدلون ستر علمی نړیوال کنفرانس پیل شو.
دغه کنفرانس ته د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر په ګډون د چارو ادارې لوی رییس، د کرنې وزیر، د طبیعې پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر، د ښار جوړونې وزیر، د کلی او پراختیا وزیر، اقتصاد وزیر او د لوړو زده کړو د وزیر ترڅنګ ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی دی.
تمه ده چې په دې کنفرانس کې د داخلی استادانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو څېړونکی او استادان برخه واخلی او په افغانستان کې د اقلیمی بدلون د اغېزو په اړه خپلې مقالې له ګډونوالو سره شریکې کړی.
دې کنفرانس لپاره د ۲۵۰ په شاوخوا کې څېړنیزې مقالې ترتیب شوی، چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هېوادونو څخه دی.
هېره دې نه وی چې دغه کنفرانس به درې ورځې دوام وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ