کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست لخوا د ننګرهار په مختلفو ریاستونو، ملکی او نظامی ادارو کې د لویانو، کم لوستو، نا لوستو او اجیرانو لپاره د لیک لوست ټولګی جوړېږی، چې په لړ کې یې نن د یاد ریاست د سواد زده کړې برنامې آمر د یوه پلاوی په ملتیا د ننګرهار مستوفی مولوی محمد فاروق انصاری پشه یی سره وکتل او د سواد زده کړې برنامه یې په مختصر او جامع شکل هغوی ته تشریح کړه، څو په مستوفیت کې هم د یادو کسانو لپاره یو ټولګى جوړ کړی.
د ننګرهار مستوفی مولوی انصاری د پوهنې ریاست د فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ له هغوی مننه وکړه، چې د ننګرهار مستوفیت د نالوستو کسانو د ظرفیت لوړونې برنامه جوړوی او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سرپرست افغان حکومت په راتګ سره د دوی ډېری عسکر او بېلابېل غړی له تعلیم او زده کړو لرې پاتی، چې د روانو چارو د څارونکو په باور دغه ډول ټولګی د دوی د زده کړې د رشد په برخه کې اغېزمن تمامېدلای شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ