کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال شرکت له لوری په دوهم فارم لومړی بلاک سیمه کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بوټو کېنولو لړۍ پیل شوه.
د دغه شرکت رییس ویلی، چې د کانال فارمونو کې هغه ځایونه چې پخوا په کې د زیتون بوټی تخریب شوی، بیا احیا کیږی.
د نوموړی په وینا په ۵۰۰ جریبه ځمکه ټول ټال ۲۸ زره ۶۰۰ نوی بوټی کېنوی.
د دغو بوټو د کېنولو قراردادی ویلی، لسګونه کسان ورسره په کار بوخت دی.
په دې پروژه کې په کار بوخت کسان خوښ دی، چې په خپله سیمه کې ورته د کار زمینه برابره شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ