د ننګرهار کانال په قراردادی ځمکې د دوه پروژو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایی، یو خصوصی شرکت د کانال په ۱۱۰ جریبه ځمکې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې، باغدارۍ، مالدارۍ او سپورټی فعالیتونو لپاره نوې پراختیایی پروژې پیل کړې.

یادې پروژې د کانال هډې فارم ۲۷ او ۲۸ بلاکونو کې عملی کیږی، چې له مخې به یې ۷۵ جریبه ځمکه زراعتی برخه کې د مالټو، انګورو، ناکو، اینځرو او نورو مېوه‌ لرونکو بوټو باغونو لپاره ځانګړې شی.

دغه راز ۳۵ جریبه نوره ځمکه به د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت سره سپورټی میدانونو او پارکونو جوړلو لپاره چمتؤ شی.

د کانال د سوداګرۍ چارو رییس انجینر ندی الله نیازی د بنسټ ډبرې د اېښودو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې دا قرارداد له ۱۵ کلونو راهیسې موجود و، خو تېره اداره یې په عملی کولو پاتې راغلې وه.

د نوموړی په وینا، دا ځمکه تر دې دمه شاړه او بې‌ استفادې وه، خو اوس د کانال شرکت د نورو ملکیتونو په څېر د هغې رغونه هم پیل کړه.

په ورته مهال د یاد خصوصی کرنیز شرکت مسوول عبدالظاهر ویلی، د خپل هېواد د پرمختګ لپاره پانګونه کوی، څو د افغانستان په آبادۍ کې ونډه واخلی.

د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایی، هڅه کوی چې د کانال ټولې غیر فعاله ځمکې د کرنې، باغدارۍ او نورو تولیدی برخو لپاره وکاروی.
ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.