د نورستان امنیې قومندانۍ له خوا د مرکز پارون د پولیسو له اعاشې هره ورځ څه د پاڅه ۴۶ زره افغانۍ حېف – مېل کېږی
راپور: شکېب مروان
د ګهیځ موندنې ښیی چې د نورستان امنیه قومندانۍ له لورې یاد ولایت کې د مرکز پارون ملی پولیسو ورځنۍ اعاشې څخه ۴۶ زره ۴۷۵ افغانۍ شخصی جېبونو ته ځی.
د کورنیو چارو وزارت له لورې د مرکز کابل او ټولو ولایتونو لپاره د ورځنی خوراک لپاره یوه تابلو جوړه شوې چې له مخې یې پولیسو ته باید خواړه ورکړل شی، خو په نورستان مرکز پارون کې بیا دا کیسه بدله ده. دغه ولایت کې پولیسو ته دغه ټاکل شوی خواړه په بشپړ ډول نه ورکول کېږی.
د کورنیو چارو وزارت له لورې په رسمی تابلو کې چې ګهیځ یې په لاس کې لری راغلی، چې هر پولیس باید هره ورځ له لاندې خوراکی توکو څخه برخمن شی:
د جنس نوم وزن فی ګرام نرخ
۱ وچه ډوډۍ ۰.۷۰۰ ۲۷.۷۸۳
۲ وریجې ۰.۱۹۰ ۱۵.۱۰۵
۳ غوړی ۰.۰۵۰ ۶.۲
۴ الوګان × ۰.۱۵۰ ۴.۸۸۷۷۵
۵ نخود ۰.۰۴۵ ۳.۱۵
۶ د رومانو روب ۰.۰۱۰ ۰.۹
۷ مساله ۰.۰۰۱ ۰.۱۵
۸ مڼه × ۰.۱۵۸ ۷.۵۸۴
۹ مالګه ۰.۰۱۰ ۰.۱۵
۱۰ بوره ۰.۰۲۰ ۱.۲
۱۱ شین چای ۰.۰۰۲ ۰.۶
۱۲ هګۍ × ۱ ۸.۹۷
۱۳ وچ شیده ۰.۰۱۰ ۲.۳
۱۴ غټه غوښه × ۰.۱۸۰ ۵۴.۵۴
۱۵ پیاز × ۰.۰۴۱ ۱.۲۵۹۶۴۳
۱۶ پالک × ۰.۰۳۹ ۰.۲۱۷۸۵۴
خو د ګهیځ خبریال مرکز نورستان کې د هویت پټ ساتلو په شرط له یو شمېر پولیسو سره په خبرو کې دا موندلې، چې له پورته تابلو څخه شپږ قلمه خوراکی توکی (الوګان، مڼې، هګۍ، غټه غوښه، پیاز، پالک) چې پورته لېست کې هم چلیپا شوی، نه ورکول کېږی.
د نورستان یواځې مرکز پارون د نږدې ۷ سوه ملی پولیسو تشکل لری چې د هر پولیس د خوړو ورځنی لګښت ۱۳۵ افغانۍ دی، خو دوی ته له تابلو یواځې د ۵۸ افغانیو خواړه ورکول کېږی. که مونږ د یو پولیس رسمی خوړو له لګښت څخه چې ۱۳۵ افغانۍ دی او کوم چې اوس د ۵۸ افغانیو خواړه ورکول کېږی منفی کړو، نو مونږ ته ۷۷ اعشاره ۴۵۹۲۴۷ افغانۍ پاتې کېږی. اوس که د هرې ورځې د ۷ سوه پولیسو پرځای اټکل یواځې د ۶ سوه پولیسو د هغې اعاشې چې نه ورکول کېږی پیسې حساب کړو، نو دا پایله لاسته راځی، چې د نورستان امنیې قومندانۍ کې هر ورځ ۴۶ زره ۴۷۵ افغانیو برخلیک نامعلوم پاتې کېږی، چې دا ارقام یواځې د نورستان مرکز پارون د ملی پولیسو له اعاشې څخه لاسته راغلی دی.
د ګهیځ خبریال د نورستان امنیې قومندانۍ ته په څو مترۍ کې د یوې پوستې له سربازه سره خبرې کړی.
یاد سرباز دلته د نوم او شهرت پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت له لورې ورته د ټاکل شوې تابلو څخه له تېرو دوو میاشتو راهسې ۶ قلمه خوراکی توکی نه دی ورکړل شوی.
نوموړی وایی :
((د یو کال راهسې دنده کوم. سرباز یم. د سهار لخوا شین چای راکول کېږی. د غرمې لپاره کله دال او کله لوبیا راکول کېږی. همداسې د شپې لخوا هم کله دال او کله لوبیا وی. دا دوه میاشتې همدغه حال دی په دغه دوه میاشتو کې مو یواځې یو ځل د چرګ غوښه خوړلې، نور څه مو نه دی لیدلی. زمونږ لپاره مڼې هم نشته او نه مو لیدلی دی.))
په پارون کې یو بل سرباز د نوم پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل، که څه هم هغه شیان چې د یو پولیسو لپاره د وزارت له لورې ټالکل شوی نه ورکول کېږی، خو بل لور هغه خوراکی توکی چې پولیس ته رسېږی، د خوراک نه وی او خورا بې خونده او کېفیت یې ټیټ وی.
دا وایی:
((زه قومندانۍ دننه طعام خانه کې ډوډۍ خورم. ډوډۍ ډېره بې خونده وی. یو ډول بوی کوی. که انسان هر څومره وږی شی، د خوړلو لپاره یې زړه نه کېږی. غوښه – غوښه نشته. د اختر راهسې یو ځل د چرګ غوښه راکړل شوې او تازه مېوې خو بېخی نشته.))
یو بل سرباز چې له کلونو راهسې دنده پر مخ وړی وایی، څو کاله وړاندې یې د اعاشې وېش منظم ؤ. په خپل وخت به ورته هر څه رسېدل، خو د نورستان د اوسنی امنیې قومندان په راتګ هر څه بدل شوی. د ده په خبره اوس سربازانو ته د هغوی لپاره ټاکل شوې اعاشه په بشپړ ډول نه ورکول کېږی.
دغه سرباز وړاندې وایی:
((مخکی ښه ؤ. سهار لخوا به د چایو سره هګۍ وه. غرمې ډوډۍ کې به د غوښې شوروا وه. وریجې به وې. لوبیا به وه، خو اوس د دغو خوراکونو څرک نه لیدل کېږی. چارواکی یې خپله پټوی او پیسې یې جېب کې اچوی. اوس به ستاسو باور رانشی؛ په روژه کې ما څو ورځې روژه ماتی یواځې شین چای سره ډوډۍ خوړلې، خو څه وکړو؟
که غږ پورته کوو عسکر سړی باندې د هر چا زور رسېږی. وایی هله دا جزایی کړه برګیمټال ته. ښه نو بیا خو نه کېږی. اوس وخت کې یواځې لوبیا شته. دال شته. غوښې نشته. مڼې نشته. هګۍ نشته. پالک نشته.))
ومو غوښتل چې په دې اړه د نورستان د امنیه قومندانۍ د اوسنی امنیه قومندان سید اقل شاه خلوتی نظر هم د ځان سره ولرو، ترڅو د دغې مسألې په اړه د نوموړی غبرګون له ځان سره ولرو، خو د پرلپسې هڅو او زیارونو وروسته یې بیا هم د خبرو له کولو ډډه وکړه او حاضر نشو چې په دې اړه د ګهیځ له خبریال سره خبرې وکړی.
د دوهم ځل لپاره مو د نورستان د امنیه قومندانۍ د موجوده د تامیناتو معاون زاهد څخه د همدې موضوع په اړه وپوښتل، چې ولې د پولیسو له ټاکلې تابلو شپږ قلمه خوراکی توکی هر ورځ ګرځول کېږی او پولیسو ته نه ورکول کېږی؟
خو د څو ورځو مهلت اخېستو وروسته بیا هم ځواب ویلو ته حاضر نشول.
په همدې ترتیب مو د نورستان د امنیه قومندانۍ د لوجیستک مدیر او د اعاشې آمر سره له نږدې خبرې وکړې، خو د ډېرو هڅو سربېره بیا هم خبرو ته حاضر نشول.
اما بل لور د نورستان د ولایتی شورا رئیس انجینر سعیدالله پاینده زوی ګهیځ ته وویل، چې د نورستان د پولیسو په اعاشې کې ستونزه شته. د ده په خبره ځینې پوستو ته تر شپږ میاشتو پورې غوښه نه ورکول کېږی او تازه مېوه خو بېخی نه لری.
د ولایتی شورا رئیس زیاتوی:
((مونږ سره د ولسوالیو او مرکز پارون ځینو سربازانو تماسونه نیولی. دا ستونزه ډېره شوې او مونږ سره داسې سربازانو هم تماسونه ونیول، چې تر شپږ میاشتو پورې یې غوښه نه ده لیدلې. اساسی ستونزه د قراردادیانو لخوا ده چې لومړی لاس یې په کابل کې دوهم لاس یې ننګرهار کې. درېیم یې کونړ او څلورم یې بیا په نورستان کې وی، چې دې کار زمونږ عسکرو ته د جګړې په مېدان کې ستونزې زېږولی دی. مونږ سره د پولیسو له لورې داسې رسمی اسناد نه دی شریک شوی چې قومندانۍ دې د دوی د تابلو پیسې خپل جېب ته اچوی، خو امکان لری دا کار به کېږی. زه دا موضوع هم نشم ردولی چې په دې برخه کې دې ادارې فساد نه وی شوی او یا نه به کېږی. کله چې امنیې قومندان، مدیر د لوجېستیک او نور کسان په دې برخه کې د اداری فساد لپاره شریک نه وی، نو حتمن یې بیا خپلې ستونزې له وزارت سره شریکولې، خو دا چې خاموشه دی. دې کې خبره همدا ده چې دوی په کې ښکېل دی او خپله برخه په کې لری.))
د نورستان د امنیې قومندانۍ له لورې د ملی پولیسو په اعاشې کې د اداری فساد موضوع یواځینۍ نه ده؛ بلکې د دې تر څنګ پولیسو ته د څو کالو په تېریدو بیا هم لباسونه نه دی ورکړل شوی او پولیس په شخصی پیسو باندې اخېستل شویو نظامی لباسونو کې دنده پرمخ وړی.
گهیځ