د نورستان روغتیایی مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم په پروژه کې په پراخه کچه فساد او درغلی شوې

د نورستان روغتیایی مرکزونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم په پروژه کې په پراخه کچه فساد او درغلی شوې
راپور:شکیب مروان
د ګهیځ موندنې ښیی چې د نورستان ولایت د روغتیایی کلینکونو لپاره د لمریزې برېښنا د چمتو کولو په(۲۶۲) میلیونی پروژه کې پراخه فساد شوی او د یادې پروژې ټول سامان الات د بازار له اصلی قیمت نه، څو چنده په لوړه بیه اخیستل شوی او ځینو ته بېخی نه دې اخیستل شوی خو پیسې یې ویستل شوی دی.
د لمریزې برېښنا له دغې پروژې څخه چې د نورستان په ټولو روغتیایی مرکزونو لپاره پلی شوې د نورستان ولس شکایت کوی او نیوکه یې دا ده چې اخیستل شوی توکی د کیفیت له اړخه همضعیف دی او تر څنګ یې په دغه پروژه کې په لویه او پراخه کچه درغلی شوې چې دوی ته د منلو نه دی
د روغتیایی مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا دغه سیسټم د نورستان مرکز پارون ته نږدې واما ولسوالۍ کې هم پلی شوی دی خو د واما ولسوالۍ اوسېدونکی هم نیوکه کوی چې دا پروژه چې څه ډول باید پلې شوې وای، داسې نده تطبیق شوې او همدارنګه د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی هم په یاده پروژه کې له پراخه فساد څخه سرټکوی.
د نورستان د واما ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی د خپل شهرت د پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل چې په دغه پروژه کې هر توکی د بازار له نرخ څخه څو برابره په لوړه بیه اخیستل شوی او یا هم حساب شوی دی.
نوموړی زیاتوی چې: د واما ولسوالۍ په کلینک کې د لمریزې برېښنا لپاره ۴۰ بېټریانې لګول شوې دی، چې په هره یوه یې ۱۵۰ امپیره ده، په عام بازار کې د تر ټولو ښې بېټرۍ قیمت ۱۰ زره افغانۍ دی، نو پدې حساب د ۴۰ بېټریو ټول نرخ څلور لکه افغانۍ کېږی، همدا شان د برق لینونه ټول په یو لک افغانۍحساب کېږی، همدارنګه دلته څلور دانې کنورټرې مصرف شوې چې هره یوه یې ۳۵ زره افغانۍ قیمت لری او ټول څلور واړه یې یو لک او شل زره افغانۍ حسابېږی،،همداشان یو لک افغانۍ د کاریګرو مصرف او یو لک افغانۍ هم د لارې کرایه شی او ۵ لکه افغانۍ هم د ټیکه دار ګټه حساب شی، نو دا ټول حساب شا او خوا ۱۶ لکه افغانیو ته رسېږی، خو دولتی اسنادو له مخې د واما ولسوالۍ د لمریزې برېښنا په پروژه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
د نورستان ولایت د روغتیایی مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم پروژې په اړه د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو په موخه د ګهیځ خبریال څو ځله د یاد ولایت د عامې روغتیا له سرپرست سره اړیکه ونیوله، خو نوموړی پدې اړه ناخبرې وښوده.
د نورستان ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر اصف بزرګ زاده، پدې تړاو ګهیځ ته وویل چې:” د یادې پروژې په اړه د عامې روغتیا له ریاست سره هېڅ ډول معلومات ندی شریک شوی او نه هم دغه ریاست په جریان کې اچول شوی دی.”
د عامې روغتیا رئیس ادعا لری چې په یاده پروژه کې نژدې ۲۶ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی دی. نوموړی زیاتوی: “د دغه پروژې په اړه هېڅ معلومات راسره نشته ځکه چې زمونږ ریاست په جریان کې نه دی اچول شوی او نه هم په دې خبر یو چې دا پروژه د چا لخوا د کوم شرکت او په کومو مرکزونو کې عملی شوې ده .”
بل لور ته د نورستان د ولایتی شورا رئیس انجینیر سعیدالله پاینده زوی هم وایی چې د نورستان د روغتیایی مرکزونو لپاره د لمریزې برېښنا په پروژه کې له حده پورته اختلاس شوی چې په وینا یې دوه میاشتې وړاندې یې په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم راپور ورکړی ترڅو دده وینا د یادې پروژې پټې شوې پیسې راپیدا او اختلاس کوونکی په سزا ورسېږی.
ښاغلی پاینده زوی زیاته کړه: “د نورستان ولایت د روغتیا یی کلنیکونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژه لس سلنه هم نه ده علمې شوې، خو پیسې یې په بشپړه توګه ویستل شوې دی، په دې پروژه کې سل په سلو فساد شوی او د داسې کلینک اسناد هم له ماسره شته چې هېڅ کار ورته نده شوی خو ۱۹ میلیونه پیسې یې ویستل شوې دی.”
ومو غوښتل چې په دی اړه د دغه پروژې د تطبیق پر مهال د نورستان والی عبدالغفور ملکزی نظر هم د ځان سره ولرو خو د ډېرو هڅو سره سره بیا هم ونه توانیدو چې د نوموړی نظر ترلاسه کړو.
بل خوا د یادې پروژې په اړه د نورستان د خلکو نیوکې په داسې مهال زور اخلی چې د دغه ولایت کابو ۳۷ روغتیایی مرکزونو کې چې قرارداد یې د اهېډ مؤسسې سره شوی، درمل نشته او همدارنګه روغتیاپالانو یې له ۹ میاشتو راهیسې معاش نلری چې آن یو شمیر مرکزونه یې د اعتراض په توګه د خلکو پر مخ تړلی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.