کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ – نورستان د لویې لارې د رغولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا د کونړ – نورستان لویه لار د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۶ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ کیلو متره په اوږدوالي او د ۹ متره سور په درلودلو سره په اساسي ډول رغول کیږي.
په ورته مهال د یادو ولایتونو اوسېدونکو د دغه سړک په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو هیله کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/