کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ – نورستان د لویې لارې د رغولو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا د کونړ – نورستان لویه لار د ټولګټو چارو وزارت په مالی ملاتړ د ۶ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ کیلو متره په اوږدوالی او د ۹ متره سور په درلودلو سره په اساسی ډول رغول کیږی.
په ورته مهال د یادو ولایتونو اوسېدونکو د دغه سړک په جوړېدو خوښی ښودلې او په راتلوونکی کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلی کېدو هیله کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ