کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلی، چې د تېرو څلورو ورځو راهسې د ډېرو واورو اورېدو او د واورې خویېدنې له امله د کنړ – نورستان لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوی وه، چې اوس یې د پاکارۍ چاری بشپړې او د هر ډول موټرو د تګ – راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
د ټولګټو چارو رییس ویلی، د وارو کچه تر یو نیم متر پورې وه چې د خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې او تخنیکی ټیم شپه او ورځ کار له امله یاده لاره پاکه او د موټرو پرمخ پرانېستل شوه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ