ګهیځ: نن چهارشنیه (د کب ۴مه نېټه) ملی راډیو ټلویزون د انس حقانی له قوله وایی، چې د ا.ا په مشرۍ د افغانستان نوی حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر په چوپتیا سره روان دی او په دې برخه کې پرمختګونه هم شوی.
نوموړی زیاته کړې، چې نن ورځ کابل کې ډېر سفارتونه فعال دی او په ډېری هېوادونو کې موږ هم خپل سفارتونه پرانیستی دی.
دا ټول د سیاسی هڅو پایله او په چوپتیا سره د رسمیت پېژندنې پړاوونه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د اسلامی امارت له واکمنېدو شاوخوا ۷ میاشتې تېرېږی خو تر اوسه کوم هېواد په افغانستان کې نوی رامنځ ته شوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
گهیځ