کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۶ مه نېټه):
د افغانستان مرکزی بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د نویو بانکنوټونو د وېش بهیر یې د هېواد سوداګریزو بانکونو ته پیل کړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په لومړی ګام کې یې سل میلیونه افغانۍ چې لسګون، شلګون، پنځوسی او د سلو افغانیو بانکنوټونه په کې شامل دی، دوی باندې وېشلی دی.
دوی دغه راز زیاته کړې چې زړو بانکنوټونو د راټولولو بهیر یې هم پیل کړی دی.
مرکزی بانک له خلکو غوښتی، چې د نویو بانکنوټونو لپاره له بټوې ګټه پورته کړی او په ساتلو کې یې له پخوا ډېره هڅه ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ