کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نړۍ خوشحاله ادارې په خپل کلنی راپور کې افغانستان تر ټولو غمجن هېواد بللی.
د دغه راپور پر بنسټ د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د نړۍ په خوشحاله هېوادونو کې افغانستان وروستی مقام خپل کړی دی.
د دغه نوملړ له مخې افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد پېژندل شوی، چې خلک یې د نورو هېوادونو پرتله لږ خوشحاله دی.
فنلنډ هېواد بیا د خوشحاله هېواد په توګه د دغه نوملړ په لومړی مقام کې ځای لری.
فنلنډ چې د اروپا په شمال کې پروت دی، لوی اقتصادی ځواک ګڼل کیږی او لوړه ټولنیزه سوکالی لری، چې له همدې امله دغه هېواد د اووم ځل لپاره د نړۍ د خوشحاله هېوادونو د نوملړ په سر کې راځی.
افغانستان بیا درېیم ځل دی، چې د نړۍ په خوشحاله هېوادونو کې تر ټولو وروستی مقام خپلوی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ