معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د نړۍ ګڼو چارواکو د اسماعیل هنیه پر شـ.ـهادت خواشیني ښودلې

د نړۍ ګڼو چارواکو د اسماعیل هنیه پر شـ.ـهادت خواشیني ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ. ـاس غورځنګ د سیاسي مشر پر شهادت د نړۍ ګڼو مشرانو غبرګون او خواشینې ښودلې.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د نوموړي شهادت سیاسي لامل بللی، چې په خبره یې په سیمه کې به د لا ترینګلتیا ګواښ زیات کړي.

د افغان حکومت لوړ پوړي غړي انس حقاني دا ستره ضایع بللې او ویلي یې دي، چې د همداسې سترو انسانانو د وینو لیکې د آزادۍ لار ترسیموي.

حزب الله ویلي، د اسماعیل هنیه شهادت به د مقاومت په ټولو برخو کې د دوی هوډ لا ځواکمن او پیاوړی کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د هنیه وژنه په کلکو ټکو غندي.

د الجزیرې لپاره د فلسطین د ملي مقننه شورا مرستیال ویلي، موږ د ستر ملي مشر هنیه شهادت خواشیني کړي یؤ، خو خپل مقاومت ته به دوام ورکړو.

اسماعیل هنیه د ایران  ولسمشر د لوړې مراسمو ته له قطر څخه ورغلی و، چې هلته د خپل یو ساتونکي سره یوځای په وسلوال برید کې په شهادت ورسېد.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس