کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ. ـاس غورځنګ د سیاسی مشر پر شهادت د نړۍ ګڼو مشرانو غبرګون او خواشینې ښودلې.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د نوموړی شهادت سیاسی لامل بللی، چې په خبره یې په سیمه کې به د لا ترینګلتیا ګواښ زیات کړی.
د افغان حکومت لوړ پوړی غړی انس حقانی دا ستره ضایع بللې او ویلی یې دی، چې د همداسې سترو انسانانو د وینو لیکې د آزادۍ لار ترسیموی.
حزب الله ویلی، د اسماعیل هنیه شهادت به د مقاومت په ټولو برخو کې د دوی هوډ لا ځواکمن او پیاوړی کړی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلی، د هنیه وژنه په کلکو ټکو غندی.
د الجزیرې لپاره د فلسطین د ملی مقننه شورا مرستیال ویلی، موږ د ستر ملی مشر هنیه شهادت خواشینی کړی یؤ، خو خپل مقاومت ته به دوام ورکړو.
اسماعیل هنیه د ایران ولسمشر د لوړې مراسمو ته له قطر څخه ورغلی و، چې هلته د خپل یو ساتونکی سره یوځای په وسلوال برید کې په شهادت ورسېد.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ