معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نیوزلېنډ هېواد لومړۍ وزیرې استعفاء ورکوي

د نیوزلېنډ هېواد لومړۍ وزیرې استعفاء ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د نیوزلېنډ هېواد لومړۍ وزیره جسېنډا ارډرن چې شپږ کاله وړاندې واک ته رسېدلې وه، اعلان کړی چې غواړي د لومړۍ وزیرې په توګه له خپلې څوکۍ استعفاء وکړي.
رسنیو د نوموړې له قوله زیاته کړې، چې د اوړي په رخصتیو کې یې په دې اړه ډېر فکر کړی دی.
ارډرن زیاته کړې، چې نوموړې هیله درلوده، څو په ځان کې دومره توانایي پيدا کړي، خپله موده پای ته ورسوي، خو وایي، چې په دغه هڅه کې پاتې راغلم او که اوس دندې ته دوام ورکوم، هسې نه چې د نیوزيلنډ لپاره په خدمت کولو کې رانه کمی وشي.
د نیوزلېنډ لومړۍ وزیره په داسې مهال د واک له ختمېدو وړاندې استعفاء ته زړۀ کړی، چې ټاکل شوې راتلونکې اکتوبر میاشت دغه هېواد کې ټولټاکنې وشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس