د نیوزلېنډ هېواد لومړۍ وزیرې استعفاء ورکوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د نیوزلېنډ هېواد لومړۍ وزیره جسېنډا ارډرن چې شپږ کاله وړاندې واک ته رسېدلې وه، اعلان کړی چې غواړی د لومړۍ وزیرې په توګه له خپلې څوکۍ استعفاء وکړی.
رسنیو د نوموړې له قوله زیاته کړې، چې د اوړی په رخصتیو کې یې په دې اړه ډېر فکر کړی دی.
ارډرن زیاته کړې، چې نوموړې هیله درلوده، څو په ځان کې دومره توانایی پیدا کړی، خپله موده پای ته ورسوی، خو وایی، چې په دغه هڅه کې پاتې راغلم او که اوس دندې ته دوام ورکوم، هسې نه چې د نیوزیلنډ لپاره په خدمت کولو کې رانه کمی وشی.
د نیوزلېنډ لومړۍ وزیره په داسې مهال د واک له ختمېدو وړاندې استعفاء ته زړۀ کړی، چې ټاکل شوې راتلونکې اکتوبر میاشت دغه هېواد کې ټولټاکنې وشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.