معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هرات – تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

د هرات – تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ټولګتو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال ویلي، چې د هرات – تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډېزاین عملي کارونه پیل شول.

نوموړي دغه پروژه د افغانستان د سیمه ییز اتصال په لوري یو بل ګام بللی، چې په خبره یې د سروې او ډیزاین چارې یې د یوې جرمنۍ کمپنۍ له لورې پر مخ وړل کیږي.

اقتصادي شنونکي وایي، افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په اقتصادي او ټولنیزو حوزو مثبت تأثیر لري، چې له یوې خوا به خلکو ته کاري فرصتونه برابر او له بلې خوا به د هېواد د اقتصاد د ثبات او پیاوړتیا لامل شي.

د هرات – تورغونډۍ رېل لاره د هېواد له مهمو لارو شمېرل کیږي، چې افغانستان له منځنۍ اسیا، روسیې او چین سره نښلوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس