کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګتو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال ویلی، چې د هرات – تورغونډۍ ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډېزاین عملی کارونه پیل شول.
نوموړی دغه پروژه د افغانستان د سیمه ییز اتصال په لوری یو بل ګام بللی، چې په خبره یې د سروې او ډیزاین چارې یې د یوې جرمنۍ کمپنۍ له لورې پر مخ وړل کیږی.
اقتصادی شنونکی وایی، افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په اقتصادی او ټولنیزو حوزو مثبت تأثیر لری، چې له یوې خوا به خلکو ته کاری فرصتونه برابر او له بلې خوا به د هېواد د اقتصاد د ثبات او پیاوړتیا لامل شی.
د هرات – تورغونډۍ رېل لاره د هېواد له مهمو لارو شمېرل کیږی، چې افغانستان له منځنۍ اسیا، روسیې او چین سره نښلوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ