کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت حوزوي روغتون د جدي مراقبتونو څانګه د ترکیې هېواد اړوند د ټیکا دفتر له لوري په نویو طبي وسایلو او ماشینونو سمباله شوې ده.
د هرات د حوزوي روغتون آمر د ټیکا دفتر له مسوولینو د مننې ترڅنګ ویلي، چې دغه تجهیزات د جدي مراقبتونو د څانګې خورا مهمه اړتیا ده، چې په دې سره به ناروغانو ته روغتیايي خدمات ښه او اسانتیاوې به ورته ډېرې شي.
په ورته مهال د ټیکا دفتر رییس ویلي، په دغو وسایلو کې د زړه ناروغۍ د ایکوکارډيوګرافي، ونتلاتورونه، ۵ پایې مانیتورونه او د ناروغانو لپاره ۵ معیاري بسترونه شامل دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/