د هرات حوزوی روغتون سره د طبی وسایلو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت حوزوی روغتون د جدی مراقبتونو څانګه د ترکیې هېواد اړوند د ټیکا دفتر له لوری په نویو طبی وسایلو او ماشینونو سمباله شوې ده.

د هرات د حوزوی روغتون آمر د ټیکا دفتر له مسوولینو د مننې ترڅنګ ویلی، چې دغه تجهیزات د جدی مراقبتونو د څانګې خورا مهمه اړتیا ده، چې په دې سره به ناروغانو ته روغتیایی خدمات ښه او اسانتیاوې به ورته ډېرې شی.

په ورته مهال د ټیکا دفتر رییس ویلی، په دغو وسایلو کې د زړه ناروغۍ د ایکوکارډیوګرافی، ونتلاتورونه، ۵ پایې مانیتورونه او د ناروغانو لپاره ۵ معیاری بسترونه شامل دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.