کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ځایی مسوولینو خبر ورکړی، چې د خواف – هرات ریل پټلۍ څلورمې برخې دوهم فاز چې ۴۷ کیلومټره اوږدوالی لری، د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې.
د خواف – هرات ریل پټلۍ چې افغانستان له ایران سره نښلوی، د هېواد ټرانزیټی برخه کې یوه حیاتی پروژه ګڼل کیږی، چې د جوړولو چارې یې ګاما سهامی شرکت، دوه نور ترکی او روسی شرکتونه مخته وړی.
د دې پروژې وروستۍ برخه د هرات د زنده جان ولسوالۍ اړوند رباط پریان له سیمې پیل او د هرات نړیوال هوایی ډګر او صنعتی ښارګوټی کې پای ته رسیږی.
هېره دې نه وی چې د خواف – هرات رېل پټلۍ پروژه له ستراتیژیک اړخه د افغانستان لپاره له ځانګړی ارزښته برخمنه ده.
د مسوولینو په وینا دغه پروژه به د افغانستان د سوداګرۍ کچې پر لوړېدو سربېره هرکال اروپا ته د چینایی توکو د صادراتو له درکه افغانستان ته د پام وړ عواید ولری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ