د هرات-خواف رېل پټلۍ په تړاو د خبرو لپاره ایران ته د افغان پلاوی سفر

ګهیځ نیوز: نن شبنه (د غبرګولی یا جوزا ۲۱مه او د جون میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د هرات-خواف رېل پټلۍ د رغنیزو چارو بشپړېدو پر سر د خبرو لپاره یو پلاوی ایران ته په درې ورځینی سفر تللی دی.
افغان حکومت وایی، د هرات-خواف د رېل پټلۍ درېیمې ټوټې د پاتې رغنیزو چارو، د لېږد-رالېږ بیا پیلېدو او د پټلۍ پرسونل ته مسلکی زدکړو چمتو کولو په موخه یې یو پلاوی ایران ته تللی.‌
ټاکل شوې چې دا پلاوی به د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې له چارواکو سره هر اړخیزې خبرې وکړی.
پلاوی د ا.ا امارت د اوسپنې پټلۍ ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ چارې مخته وړی.
د هرات-خواف د پټلۍ پروژه څلور برخې لری؛ اوله برخه یې له خواف د ایران تر سنګان، دوهمه برخه یې له سمنګان تر چا سرخ پولې پورې ده چې دواړه برخې ۷۶ کیلومتره کېږی.
د هرات-خواف پټلۍ ۲۵۵ کیلومتره اوږدوالی لری چې بالاخره د ۲۰۲۰ کال په ډیسمبر میاشت کې د ایران او افغانستان ترمنځ ۱۰ کاله وروسته رسماً پرانیستل شوه.
افغانستان دا مهال له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، اوکرایین او چین پټلیو سره نښلول شوی او د هرات-خواف پټلۍ فعالېدل یې له ایران، ترکیې او اروپا پټلۍ سره هم نښلوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.