معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هرات د زلزلې یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول کیږي

د هرات د زلزلې یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایتي چارواکو ويلي، چې په دې ولایت کې د شوې زلزلې له امله د یو شمېر ټپيانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی، چې له همدې امله یو شمېر زخمیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدوي.
دغه ولایت کې نن سهار یو وار بیا زوروره زلزله وشوه، چې په کې د نږدې ۲ سوه کسانو د ټپي کېدو، د څلور تنو د مړه کېدو او د دوه کلیو د تخریب راپورونه ورکړل شوي دي.
دغه راز د هرات ښار له شاوخوا سیمو څخه هم ویل شوي، چې په ځینو ځایونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي او د هرات – تورغندي لویې لارې په اوږدو کې د غره ډېرې برخې نړېدلې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس