د هرات د زلزلې یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول کیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات ولایتی چارواکو ویلی، چې په دې ولایت کې د شوې زلزلې له امله د یو شمېر ټپیانو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ دی، چې له همدې امله یو شمېر زخمیان د درملنې لپاره کابل ته لېږدوی.
دغه ولایت کې نن سهار یو وار بیا زوروره زلزله وشوه، چې په کې د نږدې ۲ سوه کسانو د ټپی کېدو، د څلور تنو د مړه کېدو او د دوه کلیو د تخریب راپورونه ورکړل شوی دی.
دغه راز د هرات ښار له شاوخوا سیمو څخه هم ویل شوی، چې په ځینو ځایونو کې خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اوښتی او د هرات – تورغندی لویې لارې په اوږدو کې د غره ډېرې برخې نړېدلې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.