کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په تازه خپاره کړی راپور کې ویلی، چې د هرات له زلزلې یو کال وروسته او د ژمی په رانږدې کېدو سره لاهم ۲۵ زره زیانمنې شوې کورنۍ له مناسبې سرپناه بې برخې دی.
یاد دفتر په دې راپور کې پر دغه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د راپور له مخې تېر یو کال کې بېلابېلو سازمانونو له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه او بېړنۍ حالت یې کابو کړ، خو لا هم په ژمی کې بېړنۍ اړتیا پرځای ده.
اوچا له دې وړاندې هم ویلی وو، چې تېر کال د هرات له ۲۷۵ زرو زلزله ځپلو سره مرستې شوې دی.
بل لور افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما ویلی، د هرات له زلزله ځپلو سره د نړیوالو مرستو سربېره، بیا هم زلزله ځپلی بشرپالو مرستو ته اړتیا لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ