ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۱۲مه او د مارچ ۳مه نېټه ده) په هرات ولایت کې پانګه وال او سوداګر د انسان تښتونې پېښو زیاتېدو اندېښمن کړی دی.
د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې چهارشنبه (د کب ۱۱مه) ناوخته په یوه خبرپاڼه کې دا اندېښنې د هرات ولایت د امنیتی ادارو له چارواکو سره په یوې ناسته کې شریکې کړی.
د یادې خونې په خبرپاڼه کې ویل شوی چې د د خونې چارواکو په دې ناسته کې له امنیتی ادارو د دې اندېښنو د ختمولو لپاره د یوې روښانه تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو، امنیتی منسوبینو ته وړاندیز کړی څو د هغو سیمکارتونو چې ښار کې په غیرقانونی ډول پلورل کېږی او بې اسناده موټر چې دې ښار کې تګ راتګ کوی د مخنیوی لپاره کوټلی ګامونه واخلی.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلی چې امنیتی چارواکو د دې چارې د مخنیوی برخه کې سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.
گهیځ