کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات – کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ نهو تنو ژوند بایللی دی.
د هرات ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې دا پېښه د هرات – کندهار پر لویه لاره د ۵۸۰ او پاسو موټر د ټکر په پایله کې شوې ده.
تر دې وړاندې د بغلان ولایت مسوولینو د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د لسو کسانو د مرګ – ژوبلې خبر ورکړی و.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي و، چې دا پېښه د یوې سراچې د چپه کېدو له امله شوې ده.
د مسوولینو په خبره په پېښه کې یو ماشوم او ښځه مړه شوي او د دریو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون اته کسان ټپيان دي.
دې وروستیو کې ټرافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوي، چې ستر لاملونه یې د موټر چلوونکو بې غوري، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ټرافیکي اصولو نه مراعاتول ښودل کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/