د هرات – کندهار پر لویه لار د ترافیکی پېښې له امله نهو تنو ژوند وبایله

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات – کندهار پر لویه لاره د ترافیکی پېښې له امله د یوې کورنۍ نهو تنو ژوند بایللی دی.
د هرات ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې دا پېښه د هرات – کندهار پر لویه لاره د ۵۸۰ او پاسو موټر د ټکر په پایله کې شوې ده.
تر دې وړاندې د بغلان ولایت مسوولینو د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ترافیکی پېښې له امله د لسو کسانو د مرګ‌ – ژوبلې خبر ورکړی و.
د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلی و، چې دا پېښه د یوې سراچې د چپه‌ کېدو له امله شوې ده.
د مسوولینو په خبره په پېښه کې یو ماشوم او ښځه مړه شوی او د دریو ماشومانو او دوو ښځو په ګډون اته کسان ټپیان دی.
دې وروستیو کې ټرافیکی پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوی، چې ستر لاملونه یې د موټر چلوونکو بې‌ غوری، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ټرافیکی اصولو نه‌ مراعاتول ښودل کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.