کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی لومړی):
نیپال هېواد د چارلېز صبحراج په نوم د هغه فرانسوی قاتل د آزادولو پرېکړه کړې چې د افغانستان په ګډون یې څو هېوادونو کې شاوخوا شل تنه وژلی دی.
صبحراج له ۱۹۷۰ کال راهیسې د نړیوالو ګرځندویانو وژل پیل کړل او تر ۲۰۰۴ کال پورې یې په افغانستان، هند، تایلنډ، ترکیې، نیپال، ایران او هانګ کانګ کې شاوخوا ۲۰ تنه ووژل چې وروسته په کټمنډو کې ونیول شو او دوه ځلې پر عمری بند محکوم شو.
په نیپال کې د عمری بند سزا موده شل کاله ده، خو د نیپال محاکمو ویلی چې صبحراج په زندان کې د بند د لویې برخې د تېرولو، ښې رویې او اصولو ته د غاړې اېښودولو له کبله د ازادۍ مستحق دی، خو په ورته مهال یې دا هم ویلی چې هغه د زړه پر رنځ اخته او روغتیایی وضعیت یې خراب دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ