کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند ولایت اوسیېدونکی د اختر را نږدې کېدو سره د وچو مېوو د نرخونو له لوړوالی شکایت کوی.
دوی وایی، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د خوراکی توکو تر څنګ د وچو مېوو د بیو په لوړوالی کې د پام وړ بدلون راغلی، چې له امله یې بې کاره او بې وزله کسان د دغو توکو د پېرولو توان نه لری.
هټیوال هم د وچو مېوو د نرخونو لوړېدل منی، خو عمده علت یې بازارونو کې د پاکستانیو کلدارو کارول او بهر ته له افغانستانه د وچو میوو صادرېدل ښیی.
د لښکرګاه ښاروالۍ بیا ویلی، چې د اختر شپو_ورځو کې د وچې مېوې د پلورلو تقاضا زیاته وی، چې له همدې امله یې بیو کی لوړوالی راځی، خو بیا هم یادونه کوی چې د ښاروالۍ مسوولین وخت په وخت په ښار کی د خوراکی او غیری خوراکی توکو د بیو د کنټرول په برخه کی خپلی هڅی کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ