معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هلمند اړوند رېګیستان ساحه کې د باراني اوبو مهار لپاره چېک ډیم جوړیږي

د هلمند اړوند رېګیستان ساحه کې د باراني اوبو مهار لپاره چېک ډیم جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت هلمند د کرنې ریاست په هلو_ځلو د موسمي بارانونو د مهارولو په موخه د قلعه بست رېګیستان ساحه کې د کوچني توربند په نوم چېک ډیم جوړولو چاري پیلیږي.
د خبر پربنسټ د اوبو ذخیره کولو دغه ناور چې سل متره اوږدوالی، ۵۰ متره عرض او درې متره ژوروالی لري، د DACAAR مؤسسې په مالي مرسته وروسته له څو لسیزو یو ځل بیا رغول کیږي، چې په رغېدو سره به یې په یادو سیمو کې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبه به د مالدارانو د مالونو لپاره ډېرې او د اوبو اړوند ستونزې به ورسره حل شي.
خبر زیاتوي، چې په همدې موخه تېره ورځ د هلمند کرنې ریاست اړوند طبعي سرچینو امریت کارمندانو، د ډاکار موسسې استازو او د قراردادي شرکت مسوولینو له سیمې څخه نږدې نه لیدنه وکړه او د چارو د پیل په اړه یې د وسایطو د لېږد په اړه لازم تصمیمونه ونیول.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم هلمند کې د کرنې ریاست لخوا د اخند او حسن نيکه په نوم د باراني اوبو مهارلو په موخه چېک ډیمونه ورغول شوه، چې دا مهال ترې زیات شمېر مالداران او کوچیان ګټه اخلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس