کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت هلمند د کرنې ریاست په هلو_ځلو د موسمی بارانونو د مهارولو په موخه د قلعه بست رېګیستان ساحه کې د کوچنی توربند په نوم چېک ډیم جوړولو چاری پیلیږی.
د خبر پربنسټ د اوبو ذخیره کولو دغه ناور چې سل متره اوږدوالی، ۵۰ متره عرض او درې متره ژوروالی لری، د DACAAR مؤسسې په مالی مرسته وروسته له څو لسیزو یو ځل بیا رغول کیږی، چې په رغېدو سره به یې په یادو سیمو کې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبه به د مالدارانو د مالونو لپاره ډېرې او د اوبو اړوند ستونزې به ورسره حل شی.
خبر زیاتوی، چې په همدې موخه تېره ورځ د هلمند کرنې ریاست اړوند طبعی سرچینو امریت کارمندانو، د ډاکار موسسې استازو او د قراردادی شرکت مسوولینو له سیمې څخه نږدې نه لیدنه وکړه او د چارو د پیل په اړه یې د وسایطو د لېږد په اړه لازم تصمیمونه ونیول.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم هلمند کې د کرنې ریاست لخوا د اخند او حسن نیکه په نوم د بارانی اوبو مهارلو په موخه چېک ډیمونه ورغول شوه، چې دا مهال ترې زیات شمېر مالداران او کوچیان ګټه اخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ